پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې ځانمرګي بريد ۴۳ کسانوته مرګ ژوبله اړولې
نیټه: Mon, 11 Jun 2018 11:57:53 +0000


 
په کابل کې د کليو پراختيا وزارت دروازه کې د ځانمرګي بريد له امله ۱۲کسان وژل شوي او ۳۱ ټپيان دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دا انتحاري حمله له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه په داسې حال کې وشوه چې د کلیو او پراختیا وزارت کارکوونکي له وزارته د وتلو په حال کې وو.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح دغه راز ويلي چې له يادې پېښې څخه روغتونونو ته ۱۲ مړي او ۳۱ټپيان وړل شوي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر کارکوونکو د حملې مسؤلیت داعش اخیستی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته