پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ځانګړوځواکونو۳۴ طالبان وژلي
نیټه: Mon, 11 Jun 2018 12:27:54 +0000


 
دننګرهارولایت چارواکي وايي په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د يو شمېر مهمو کسانو په ګډون ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي.
چارواکې وايي په وسله والو طالبانو دغه عمليات تېره شپه د ملي امنيت ځواکونو ترسره کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي ویلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې عمليات کړي.
دی وايي، د يادو عملياتو له امله ۳۴ وسله وال وژل شوي او د هغوی ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي له ترلاسه کولو وروسته له منځه وړل شوي دي.
خوږياڼی وايې يادو وسله والو د ترهګريزو کړنو ترسره کولو په موخه د پلان جوړولو لپاره را ټول شوي وو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ترسره شوو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانولا تراوسه رسنيو ته څه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته