پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان ولسمشر له پاکستان سره د عمل پلان پلي کېدل غواړي
نیټه: Wed, 13 Jun 2018 07:45:01 +0000

 

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د عمل پلان د سند پر عملي کېدو خبرې وکړې.
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه چې د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته راغلی د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له بېلابېلو افغان چارواکو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، اشرف غني د پاکستان لوی درستیز او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دواړو غاړو پر علاقې وړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې "د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان" د تطبیق او اجرايي کېدو، تروریزم سره پر مبارزې، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې په مذاکراتو او د خشونت په کموالي مفصل بحث وشو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته