پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارکانال لپاره ۳۱۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي
نیټه: Wed, 13 Jun 2018 10:02:57 +0000

 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې روان کال د ننګرهار د کانال د اوبو رسونې شبکې د بیارغولو لپاره ۳۱۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.
 د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زیاتې کرنیزې ځمکې خړوبې شي. 
د ننګرهار کانال د هېواد یو له سترو کانالونو څخه دی چې په ۹۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د مېوو په ځانګړي ډول، د زیتونو د تولید لوی مرکز ګڼل کېږي.
 د رستمي په خبره، د دې کانال بیارغونه د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د حکومت د عوايدو په ډېرېدو کې مهم رول لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته