پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

داهغه ماشوم دی چې مینه وال يې پرې د راشد مینه ماتوي
نیټه: Wed, 13 Jun 2018 10:35:30 +0000

 

په ننګرهارکې یو کوچنی ماشوم چې څيره يې کټ مټ دکرکټ د مشهور لوبغاړي راشد ارمان څيرې ته ورته ده غواړي چې په راتلونکي کې د راشد ارمان په څېر مشهور لوبغاړی شي.
ددې کوچني بابا وايي کرکټ بورډ دې دده لمسي ته پام وکړي چې خپل ارمان ته ورسيږي. 
په  ټولنیزو رسنیو کې له  تېرو څو ورځو راهیسې دا تصویرونه ليدل کيده  او  ګومان کيده چې دا د کرکټ د مشهور لوبغاړي راشد ارمان دکوچنیوالي تصویرونه دي خو حقیقت دادی چې دا په ننګرهار کې د یتیم الله داد په نوم د هغه کوچني ماشوم تصویرونه دي چې غواړي دافغانستان کرکټ دملي ټيم د مشهور لوبغاړي راشد ارمان په څېر لوبغاړی شي. 
الله داد چې څېره يې کټ مټ د راشد ارمان څيري ته ورته ده هره ورځ يې لیدو ته ډلي ډلي مینه وال راځي او د راشد ارمان مینه پرې ماتوي.
الله داد لا دنیا ته نه وو راغلی چې پلار یې په جلال اباد کې د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او،اوس یې سرپرستې دده نیکه ته ترغاړي ده.
د الله داد بابا وايي لمسی يې د ښونځي او درس ویلو ترڅنګ دکرکټ سره هم لیونۍ مینه لري او دکرکټ بورډ له اداري غواړي چې دالله داد روزنې ته دې پام وکړي ترڅو خپل ارمان ته ورسيږي.
وطن ارمان یو د راشد ارمان له مینه والو دی چې دالله داد لېدو ته راغلی او غواړي چې د الله داد سره دتصویرانو په اخیستو خپله مینه وپالي. 
دی هم دکرکټ بورډ او نورو مرسته کوونکو غواړي چې له کرکټ سره دي د الله داد زوق وپالي  چي د درس ویلو ترڅنګ د راشد ارمان په څېره یو بل لوبغاړی هم د افغانستان لپاره دکرکټ په ډګر کې  د یو ښه لوبغاړي په څير ولوبيږي. 
که څه هم هيلې شته چې دکرکټ سره به دالله داد مینه دی خپل ارمان ته ورسوي خو دا هیلې هغه وخت په ناهیلیو بدليږي چې دالله داد پلار په جلال اباد ښار کې په یو ځانمرګي برید کې خپل ژوند وبایله اوسپین ږیری بابا يي دده زوق پاللو ته امکانات نلري 
خو دکرکټ بورډ او خلکو مرسته دې خپلو هیلو ته رسولی شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته