پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریان:دکلدارو د مخنوي په برخه کې والي هیڅ اقدام نه دی کړی
نیټه: Mon, 25 Jun 2018 11:14:39 +0000
 
ننګرهار والي ژمنه کړی وه چې له اختر وروسته به په جلال اباد کې د کلدارو چلښت په مطلق ډول بندوي خو لاهم دننګرهار په مارکیټونو کې راکړه ورکړه په کلدارو کيږي.
والي یوځل بیا ژمنه کوي چې د شپږو میاشتو په موده کې به په اساسي ډول دکلدارو د چلند مخنوی وکړي.
وروسته له هغې چې ننګرهار والي د خپلې دندې د پیل په ورځ له ننګرهارمیشتو سره ژمنه وکړه چې دکوچني اختر له رخصتۍ وروسته به په راتلونکي یوه اونۍ کې په ټول ننګرهار کې په کلدارو د راکړي ورکړي مخه ونیسي او پرځای به افغانۍ دود کړي خو له ژمني يي نږدې دوه اونۍ تیريږي او لا هم په دې ولایت کې دکلدارو چلښت دوام لري.
ننګریان وايي د والي ژمني او عمل سره توپیر لري او دکلدارو د مخنوي په برخه کې يې لا  تراوسه هېڅ جدي اقدام ندی کړی. 
په ننګرهار کې د افغانستان بانک مسؤلین ددې ولایت د والي له لوري دکلدارو دمخنوي په برخه کې کړي ژمنه یوه احساساتي فیصله بولی او وايي چې افغانستان بانک دیو نوي پلان له مخي د اړندو ادارو په مرسته هڅه کوي چې په راتلونکي لنډه موده کې په راکړه ورکړه کې کلدارو  پرځای افغانۍ دود کړي. 
په داسې حال کې چې ننګرهار والي حیات الله حیات پدې ولایت کې دکلدارو د مخنوي لپاره خپله لومړنۍ ژمنه عملي نکړه اوس یوځل بیاژمنه کوي او وايي چې د شپږو میاشتو په موده کې به په اساسي ډول دکلدارو د چلښت مخنوی وکړي. 
تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د کلدارو د مخنوی په خاطر کمیسونونه جوړشوي وو خو کومه پایله يي نه ده ورکړي. 
او دا هم معلومه نه ده چې پدې برخه کې به دولایتي اداري له خوا تازه کړي وعده هم د پخوانۍ هغې په څېر په خپل ځای پاتې شي او که عملي بڼه به ورکول شي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته