پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني: جلال اباد کې سيکانو د وژلو عاملين به مجازات کړو
نیټه: Thu, 05 Jul 2018 11:05:55 +0000

 

ولسمشر اشرف غني په کابل کې د اهل هنودو مذهبي ځاى ته ولاړ او له دوى سره يې غمشريکي وکړه.
څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د ١٧ سيکانو په ګډون ١٩ کسان وژل شوي وو.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې ولسمشر اشرف غني، تېره شپه ماخوستن مهال د کابل په کارته پروان ګوردواره کې دجلال اباد ښار د وروستۍ ترهګريزې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه.
سرچينې زياته کړې، په دغو مراسمو کې لومړی ثوریال سِنګ د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جمهور ريیس له غمشریکۍ څخه مننه وکړه.  
ولسمشر د هېواد د سکانو او هندوانو ویرځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ وویل، دا پېښه یوه فاجعه وه او حکومت به یې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین به يې مجازات کړي.
هغه د دې ترڅنګ هندوان او سکان هېوادوال د افغانستان ویاړ وبلل او ويي ویل، حکومت به تل دوی ته پام وکړي.
د دې مراسمو په پای کې د هېواد د ولسمشر په حضور کې نرندر سِنګ د هندوانو او سکانو د نوي استازي په توګه معرفي شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته