پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کابل کې لسګونو لاریونوالود اهل هنودو پر وړاندې برید وغانده
نیټه: Thu, 05 Jul 2018 11:34:23 +0000

 

په کابل کې لسګونو کسانو په جلال اباد کې د اهل هندو پر وړاندې شوی برید وغانده او د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې عاملین باید مجازات شي.
دوی چې د وژل شویو سیکهانو او هندانو انځورونه له ځانه سره لیږدول پر حکومت یې نیوکه وکړه چې د برید په مخنيوي کې پاتې راغلی .
دوی وايي په افغانستان کې د سیکهانو او هندوانو ځمکې غصب شوي او حکومت یې باید غم وخوري.
په کابل کې لسګونو  لاریونوالو په جلال اباد کې د اهل هنودو پر وړاندې برید وغانده او د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې پیښه کې ښکیل کسان دې ونیسي.
د همبستګي ګوند سلګونو غړو چې د کابل په شهر نو سیمه کې لاریون وکړه د حکومت د چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکول .
دوی د هغو وژل شویو سیکهانو ا هندوانو انځورونه هم له ځان لیږدول چې په دې پیښې کې وژل شوی وو.
د افغانستان د همبستګې ګوند ویاندې سیلې غفار چې ددې لاریونوالو په منځ کې یې شتون درلود په جلال اباد کې د یکشنبې ورځې حمله چې اکثره قربانیان یې سیکهان وو وغندله .
نوموړي وویل په افغانستان کې ددې لږکیو پر وړاندې سخت ظلمونه کیږي او ځمکې او جایدادونه یې غصب کیږي.
نوموړې وايې په تیرو وختونو کې هم د افغانستان پر سیکهانو ظلمونه شوي او اوسمهال هم دا ظلمونه پرې روان دي. 
سیلۍ غفار وویل چې دوی د افغانستان د اهل هنود سره په غم کې شریک دي او د دوی پر وړاندې د شوي ظلمونو پوښتنه به وکړي.
ددې لاریون یو بله  غړې زویا وویل چې ددې لپاره راټول شوي چې د اهل هنود پر وړاندې د شوې ظلم پوښتنه وکړي. 
دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې ددې برید په مخنیوي کې یې ناغیړی کړي  او دجدی څیړنې غوښتنه یې وکړه.
د تیرې یکشنبې په ورځ یو ډله سیکهان او هندوان چې غوښتل یې ولسمشر غني سره خپلې ستونزې په ننګرهار ولایت مقام کې شریکې کړي د جلال اباد ښار د مخابراتو په چوک کې د ځانمرګي برید ښکار شول چې شاوخوا ۱۵ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته