پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله:افغانستان کې جګړه هغه خلکوپيل کړي چې دبیان دازادۍ ضددي
نیټه: Sat, 07 Jul 2018 10:41:26 +0000

اجرایه رییس وايي، په افغانستان کې هغو ډلو جګړه پیل او روانه کړې چې پر ولسواکۍ باور نه لري. د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې د جګړې اصلي جرړه پر ولسواکۍ او انتخاب نه باور دی. دده په خبره هغه ډلې په افغانستان کې جګړه کوي، چې پر ولسواکۍ باور نه لري، له انتخاباتو وېره لري، ولسواک نظام یې نه خوښېږي او د بیان د ازادۍ ضد دي. هغه پر ټاکنو ټینګار وکړ او په وینا یې حکومت شفافو او عادلانه ټاکنو ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي. اجرایه رییس نن په یوه غونډه کې په ټاکنو کې د ښځو ونډه هم مهمه بللې ده او په هېواد کې یې پر ټولو کورنیو غږ کړی، چې مېرمنو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته