پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ناټو په سرمشريزه کې ولسمشر او اجرائيه رييس دواړه ګډون کوي
نیټه: Sat, 07 Jul 2018 13:28:40 +0000

 

د افغان حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله وايي حکومت  د ټاکنو کمیسیون خپلواکۍ ته درناوی لري او وايي چې  د ټاکنو په چارو کې به مداخله ونه کړي.
عبدالله چې په یو کنفرانس کې یې خبرې کولي وویل چې راتلونکي ټاکنې به شفافي ، عادلانه او ټولو خلکو ته به د منلو وړ وي.
نوموړي په ټاکنو کې د میرمنو ونډه مهمه یاده کړه خو په ولسوالیو شوراګانو کې د میرمنو د کمې ونډې په اړه اندیښنه وښودله . 
د افغان حکومت اجرائیه ریس عبدالله عبدالله وايي حکومت به هیڅکله  د ټاکنو کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي  او وايي د ټاکنو کمیسیون په ټولو چارو کې خپلواک دی.
اجرائیه ریس عبدالله عبدالله   چې په ټاکنوکې د میرمنو د ونډې په یو کنفرانس کې یې خبرې کولي وویل چې  جدی هڅې روانې دي تر څو راتلوونکي ټاکنې شفافي،عادلانه او ټول خلک په کې ګډون وکړي.
 نوموړي وویل چې د ټاکنو کمیسیون خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغان حکومت د یو غړی په توګه د ټاکنو کمیسیون ته یې ډاډ ورکړه چې د ټاکنو په چارو کې به مداخله ونه کړي.
عبدالله عبدالله همدا ډول په راتلونکو ټاکنو کې د میرمنو ونډه مهمه یاده کړه او په ولسوالیو شوراګانو کې د میرمنو د کمې ونډې په اړه یې اندیښنه وښوده .
نوموړي د ولسوالیو شوراګانو نماینده ګان د ولس ریښتنې استازي یاد کړه او وویل چې د ولسي جرګي او مشرانو جرګي کې ستونزې به ورسره حل شي. 
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس عبدالبدیع صیاد په دې کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو کمیسیون هیچاته د لاسوهنې په موخه به تسلیم نه شي او په دې برخه کې هر ډول قرباني ته چمتو دي.
په دې کنفرانس کې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وویل چې امنیتي ځواکونو به په راتلوونکو ټاکنو کې د میرمنو د ونډې په موخه ټینګ امنیت وساتې .
نوموړي وویل که څه هم د نوم لیکنې په پروسه کې امنیتي ستونزو وي خو د خلکو ، امنیتي ځواکونو او د حکومت په ملاتړ دا پروسه بریالی سرته ورسیده.
ټاکل شوي د ولسي جرګي او ولسوالیو شورګانو ټاکنې د راتلونکي میزان میاشتې په ۲۸ ترسره شي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته