پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حضرت علي وايي د ننګرهار امنيت تر ګواښونو لاندې دی ‎
نیټه: Sat, 07 Jul 2018 13:48:20 +0000

 

‎په ولسي جرګه د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي وايي په دې ولایت کې امنیتي ادارو کې د بدلونو سره سره بیا هم امنیتي وضعیت تر ګواښ لاندې دی.
نوموړي په یو خبرې کنفرانس کې ویلي چې په جلال اباد ښار کې پر سيکانو بريد يو پلان شوی عمل وو  او په خبره يې څو وارې ولايت ته د هغوی تګ او اجازې نه وه ورکړل شوي.
د ولسي جرګې دغه غړي د ټاکنو په پروسه کې د درغليو د موجوديت په اړه هم اندېښنه وښوده او وايي چې  د ټاکنو کمېسيون بايد خپله بې طرفي څرګنده کړي
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي وايي، د ننګرهار په امنيتي ادارو کې تر بدلونونو وروسته هم امنيت اسلامي دولت ، طالب او يو شمېر نورو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر ګواښ لاندې دی. ‎
نوموړي دا څرګندونې په  جلال اباد کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال دا څرګندونې وکړې او غوښتنه يې وکړه، چې د امنيت تامين ته دې ځانګړې پاملرنه وشي. ‎
هغه دغه راز ټاکنو کې د روڼتيا، د ولسمشر د وروستي سفر او جلال اباد ښار کې پر سيکانو د ځانمرګي بريد په تړاو هم خبرې وکړې. ‎
حضرت علي وايي، که څه هم په دې وروستيو کې د ننګرهار په امنيتي سکټور کې پراخ بدلونونه راغلل، خو بيا هم دغه ولايت د امنيت په برخه کې له جدي ګواښونو سره مخ دی. ‎
‎حضرت علي په جلال اباد ښار کې پر سيکانو بريد يو پلان شوی عمل ياد کړ او په خبره يې څو وارې ولايت ته د هغوی تګ او اجازې نه ورکړه يې د دغې خبرې ثبوت ياد کړ
‎ده ننګرهار ته د ولسمشر د وروستي سفر په تړاو هم خبرې وکړې او ګيله يې وکړه، چې وکيلانو ته د نوموړي د سفر پرمهال غون‌‌‌‌‌‌‌ډه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون بلنه نه وه ورکړل شوې. ‎
د ولسي جرګې دغه غړي د ټاکنو په پروسه کې د درغليو د موجوديت په اړه هم اندېښنه شريکه کړه او ټينګار يې وکړ، چې د ټاکنو کمېسيون بايد خپله بې طرفي څرګنده کړي. ‎
حضرت علي له ولايتي ادارې او مرکزي حکومت څخه يادو ستونزو ته د حل غوښتنه کوي. ‎
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی په دغه ولايت کې امنيتي وضيعت تر پخوا ښه شوی ګڼي او وايي ولس او وکيلان بايد نيوکو پرځای د امنيت په ټينګښت کې برخه واخلي
هغه  د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هم د ولايتي ادارې د چمتوالي هم خبر وکړ. ‎

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته