پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار میشتي: د ټاکنو کمیسیون له ننګرهار سره توپیري چلند کړی
نیټه: Sat, 07 Jul 2018 13:53:04 +0000

 


دوی وايي ګڼ شمير خلک په ټاکنو  دګډون لپاره له نوم ليکنې پاېي دي او د نوم ليکنې د مودي غځول غواړي 
دټاکنو کمیسون هم ستونزه منې او وايي چې د حل لپاره يي د ټاکنو له مرکزي کمیسیون سره شریکوي. 
دننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو دا اوسیدونکي په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته داعتراض په ډول راټول شوي. 
دوی وايي د ټاکنو کمیسیون کې د شته ستونزو له امله ددې ولایت ګڼ شمیر اوسیدونکي په ټاکنو کې دګډون لپاره دنوم ليکنې پاتې شوي او د ټاکنو له کمیسیون نه د نوم ليکنې د مودې غځول غواړي. 
دوی وايي د ځينو زورواکو له کورونو هم د نوم ليکنې د مرکزونو په توګه کارول شوي. 
او د رايي ورکوونکو لپاره راليږل شوي سټیکرونه د زورواکو په واک کې ورکړل شوي چې په ټاکنو کې يې د خپل نوماند په توګه رايي وکاروي.
دټاکنو کمیسون مسؤلین هم مني چې په ننګرهار کې ګڼ شمیر خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره له نوم ليکنې پاتې شوي او لامل يې هم د نفوسو ډیروالی په ګوته کوي 
خو وايي چې دا ستونزه به د حل لپاره دټاکنو له مرکزي کمیسیون سره شریکوي.
د ټاکنو کمیسیون ریس د خلکو دهغو نیوکو په ځواب کې چې د زورواکو کورونه د نومليکني د مرکزونو په توګه کارول شوي پّه  کلکه ردوي هغه خلک ننګوي چې پدې تړاو له شواهدو سره هېڅ یوه بیلګه دټاکنو له کمیسیون سره نشي شریکولی .
په ننګرهار کي دټاکنو پرکمیسون دا اعتراض داسې مهال کيږي په ولسی جرګه کې د ننګرهار دخلکو استازي حضرت علي هم په ټاکنو کمیسیون کې د درغلیو په اړه اندیښنه څرګنده کړي او غوښتنه يي کړي چې د ټاکنو کمیسیون باید خپلواک پاتي شي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته