پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر له فساد سره د مبارزې په برخه کې نوې اداره جوړه کړې
نیټه: Sun, 08 Jul 2018 10:17:55 +0000


د ولسمشرۍ ماڼۍ په فرمان کې راغلي چې دغه اداره به څارونکی نومېږي او د لوړپوړو چارواکو د فساد قضیې به څېړي.
 په همدې تړاو د ولسمشر له لوري یو نهه ماده ییز فرمان هم صادر شوی دی.
 د فرمان په یوه برخه کې راځي، چې دغه اداره د شکایت په صورت کې د ریاست جمهورۍ د اړوند ادارو، ریاست اجرایه پورې اړوند ادارو او همدا راز د مستقلو ادارو د رییسانو د فساد قضیې څېړلی شي.
 ولسمشر داسې مهال یاده اداره رامنځته کوي، چې له فساد سره د مبارزې اداره او لویه څارنوالي د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره تر ټولو پیاوړي او قانوني ارګانونه بلل کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته