
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي، له افغان ځواکونو سره په ګډه يې د داعش ډلې د خلافت پلازمېنه چې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وه، نيولې ده.
په ختيځ کې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو قوماندان جوشوا ټيل په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رسنيو ته وويل چې دغه بريدونه يې نږدې دوه مياشتې وړاندې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې پيل کړي او په افغانستان کې د داعش ډلې د خلافت مرکز یې نيولی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
هغه زياتوي، په دغو بريدونو ۱۶۷ داعشيان چې ځيني يې بهرني جنګيالي وو، وژل شوي، نهه مغارې، پنځه تونلونه، ۳۰ د وسلو زېرمې او نهه قرارګاوې یې ور نړولې دي، ګڼې وسلې او مهمات يې هم ترې نيولي دي.
د ده په وينا، سيمه له داعشيانو نيول شوې، خلک کولای شي خپلو کورونو ته ورشي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ رضوان الله بشرمل وایي کله چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ستر بم وغورځول شو، نو داعشيانو يادې ولسوالۍ ته مخه وکړه او د هسکې مېنې ولسوالۍ ګوګورۍ سيمه يې د خراسان د خلافت د مرکز په توګه اعلان کړ.
د ده په وينا، دا مهال د هسکې مېنې له ولسوالۍ داعشيان پر شا شوي، تورې بوړې، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو ته او ځيني يې بيا کونړ ولايت ته تللي خو وايي چې دا مهال په سيمه کې امنيتي پوستې د جوړېدو په حال کې دي.
|