پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بلخ کې دافغانستان او روسیې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه
نیټه: Sun, 08 Jul 2018 11:56:12 +0000


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وایي چې د دغې ګډې خونې د پرانېستلو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی دی.
د پسرلي په خبره د دغې خونې په پرانېستل کېدو سره به افغان سوداګر په ډېرې اسانۍ سره وتوانېږي چې خپل اموال د روسیې مارکیټونو ته ورسوي.
د نوموړي په خبره د افغانستان او روسیې ترمنځ د دغې خونې د پرانېستې په مراسمو کې د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکو، د روسیې هېواد استازو او سوداګرو ګډون درلود.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته