پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دخوست په عملیاتوکې د یوې کورنۍ پنځه تنه وژل شوې
نیټه: Sun, 08 Jul 2018 12:04:43 +0000

 

د خوست په باک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
د خوست د والي وياند طالب منګل وایي چې دغه عمليات تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د باک ولسوالۍ د پهلوان خېلو په سيمه کې پر يوه کور افغان ځواکونوترسره کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې يو شمېر کسان وژل شوي خو ويې ويل چې د والي د مرستيال په مشرۍ يو پلاوی سيمې ته تللی څو معلومه کړي چې ملکيان دي او که له وسله والو طالبانو سره تړاو لري.
طالب منګل وويل چې د پلاوي تر راستنېدو وروسته به د وژل شوو شمېر او د پېښې په اړه نور معلومات له رسنيو سره شريک کړي.
له سیمې وروستي راپورونه ښيي چې ځایي خلکو ددغه پېښې په غبرګون کې لاریون کړی دی او له حکومت د وژل شوو کسانو د قاتلینو محاکمه او نیول غواړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته