پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې د دفاع وزیر پر غونډې برید شوی
نیټه: Sun, 08 Jul 2018 13:28:59 +0000

 

په غزني کې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په مشرۍ یوې امنیتي غونډې باندې راکټي برید شوي.
د غزني چارواکي وايي په دې ولایت کې امنیتي غونډې دوام درلود چې درې توغندي د ولایت په مقام لګیدلي.
د چارواکو په وینا په دې برید کې دوه سرتیري ژوبل شوي خو د روغتون مسؤلین وايي چې اته ټپیان ور وړل شوي دي.
د غزني ولایت چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې په دغه ولایت کې د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په مشرۍ یوې امنیتي غونډې باندې راکټي برید شوی دی.
دغه غونډه د غزني د والي په دفتر کې جوړه شوې وه، چې په کې د ملي امنیت ریاست مرستیال او د غزني والي هم حضور درلود.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري  چې د هیواد د دفاع وزیر په مشرۍ امنیتي غونډې دوام درلود، درې توغندي د ولایت د مقام پر دفتر، د معارف پر ریاست او د ښارالۍ په انګړ کې ولګیدل.
نوري زیاته کړه، چې د والي پر دفتر د راکټي برید له امله، د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي دي، خو چارواکو ته زیان نه دی اوښتی.
د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، د غزني د پوهنې ریاست په انګړ کې هم د راکټ د لګیدلو له امله دوه مامورین او یو بل کس ټپیان شوي دي، خو د غزني په ښاروالۍ کې یې چاته زیان نه دی رسولی.
خو د غزني د ولایتي روغتون رئیس بازمحمد همت وايي، د پيښې له ځای څخه اته تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې ټول یې ملکي وګړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.
د افغانستان د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست د لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو پلاوي په مشرۍ د غزني د امنیتي وضعیت د څیړلو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته