پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریانو دولسمشر دوروستي اقدام هر کلی وکړ
نیټه: Sun, 08 Jul 2018 13:35:36 +0000

 

ننګرهاریانو د ولسمشر اشرف غني په امر د زورواکو د نیول کېدو هرکلی کوي. 
دوی وايي د زورواکو او ناقانونه وسله والو په مخنيوي کې د حکومت ملاتړ کوي.
د ننګرهار ولایتي شورا هم ددې اقدام دملاتړ ترڅنګ په ننګرهار کې د زورواکۍ دمخنيوي غوښتنه کوي. 
په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر په امر په فاریاب ولایت کې د نظام الدین قیصاري د نیول کیدو تود هرکلی شوي. 
نظام الدین قیصاری چې د جنرال عبدالرشید دوستم له نږدې کسانو شميرل کيږي په فاریاب ولایت کې د زراو زور نه په ګټي اخیستي د ناقانونه کړونو په تور کمانډو ځواکونو نیولی چې عدليي اوقضايي ارګانونو ته پېژندل شوی. 
په ننګرهار کې هم خلک د افغان حکومت ددې اقدام هرکلی کوي. 
مدني فعالان هم  د ولسمشر ددې اقدام ملاتړ کوي 
دوی وايي که څه هم د زورواکو پروړاندې دا اقدامات باید کلونه وړاندې شوی وای خو وايي اوس هم ناوخته نه دی او له حکومته د هیواد نورو ولایتونو ته هم ددې لړۍ غځيدل غواړي.
ولایتي شورا هم د ناقانونه وسله والو او زورواکو پر وړاندې د افغان حکومت وروستي اقدام ستايي او وايي چې زورواکي د قانون د پلې کېدو پر وړاندې لوي خنډ دی نو له همدې امله له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې په ننګرهار کې دې هم د زورواکو دمخنیوي لپاره ورته اقدامات وکړي. 
که څه هم په فاریاب ولایت کي دجنبش ګوند پلویانو دنظام الدین قیصاري دنیول کیدو په غبرګون کې د فاریاب ولایت ودانۍ ته اور واچوه خو له دې سره سره بیا هم قیصاري عدليي او قضايي ارګانونو ته وروپیژندل شو او ولسي جرګي هم د افغان حکومت ددې کار ملاتړ کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته