پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغان علماوو۳۶ کسیزپلاوی سعودي ته ولاړ
نیټه: Mon, 09 Jul 2018 10:30:46 +0000

 

د افغان علماوو ۳۶ کسیز پلاوی د جدې په کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته روان شوی دی.
 د معلوماتو له مخې د علماوو شورا دغه پلاوی د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ سعودي عربستان ته روان شوی دی. 
دوی به د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او همدا راز سعودي عربستان په کوربتوب د افغان سولې په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي. 
یاد کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه په جده کې جوړېږي. 
په دې کنفرانس کې د ۳۶ هېوادونو ۱۱۰ دیني عالمان ګډون کوي.
 افغان دیني علما هيله څرګندوي چې دغه کنفرانس وکړی شي په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات سبب شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته