پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په شمالي ولایتونوکې دغیرمسوول وسله والو نیول کېږل ستایل شوي
نیټه: Mon, 09 Jul 2018 10:45:27 +0000

 

د ولسي جرګې ګڼو غړو نن په څو شمالي ولایتونو کې د جنبش ګوند له لوري د پيل شوو لاریونونو په اړه غبرګونونه وښود
 دوی د حکومت دغه اقدام وستایه، چې له مخې یې محلي زورواکي او غیر مسوول وسله وال نیول کېږي، خو ټینګار یې وکړ، چې دا مسئله باید په ټول هېواد کې عملي شي او نیول شوي کسان محاکمې ته راکش کړل شي. 
وکیلانو همدا راز په څو ولایتونو کې د قیصاري د خوشي کېدو په پلمه پیل شوي لاریونونه بدماشي وګڼله او پر حکومت یې غږ وکړ، چې د لاریون په نامه د پیل شوې بدماشۍ او تاوتریخوالي مخه دې ونیسي. 
وکیلانو د حکومت له دې اقدام ملاتړ وکړ، چې له مخې یې خپلسري وسله وال نیول کېږي او په وینا یې په دې سره به د ډېرو خلکو حقوقو ته درناوی وشي او محلي زورواکان به ختم کړل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته