پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارچارواکې: دچین سفیر په بیلابیلوبرخوکې دمرستوډاډ ورکړې
نیټه: Mon, 09 Jul 2018 11:48:12 +0000

 


د ننګرهار چارواکي وايي چې په افغانستان کې د چين هېواد سفير ورسره په دغه ولايت کې د سوداګرۍ، کانونو، کرنې او بيارغونې برخو کې د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړی دی.
د دغه هېواد سفير ليو جين سونګ دا ژمنه د ننګرهار له والي حيات الله حيات سره د خپل کار په دفتر کې د ليدنې پرمهال کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوياڼي د معلوماتو له مخې، والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال د چین هېواد د ترسره شوو مرستو،د سولې په برخه کې د منځګړیتوب او یو شمېر نورو مرستو يادونه وکړه او همدا راز یې په دغه ولایت کې د سوداګرۍ، کانونو، کرنې، له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو او په بېلابېلو برخو کې د پرمختیایي چارو د ترسره کېدو په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار والي د چين سفير ته وويل چې ګڼ شمېر سوداګر  له چین هېواد څخه توکي ننګرهار ته را لېږدوي او دې سوداګرو ته یې د سهولتونو برابرولو په موخه په دغه ولایت کې د چین د قونسلګرۍ د پرانیستې او ننګرهار ته د چین هېواد د سفیر د رسمي سفر وړاندیز وکړ.
د والي وياند په وينا، په افغانستان کې د چین سفیر ليوجين سونګ وویل، تر دې وروسته به د ننګرهار جلغوزي د پاکستان د نوم پر ځای د افغانستان په نوم په مستقیم ډول چین هېواد ته صادرېږي، همدا راز یې د دې ولایت ماربلو ته په چین کې د لا زیات بازار موندنې ژمنه وکړه .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته