پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې چاودنو ۱۱ کسانوته مرګ ژوبله اړولي
نیټه: Mon, 09 Jul 2018 11:59:58 +0000

 

 د ننګرهار خوږياڼو او چپرهار ولسواليو کې چاودنې شوي، چې د چارواکو په وينا، يو وسله وال او يو ملکي وګړی يې وژلي او نهه نور ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه مېله کې ځای پر ځای شوي ماين چاونه کړې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي ټپيان شوي چې دوه ټپيان يې دسختو ټپونو له امله جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.
د سيمې يو اوسېدونکي وويل، چاودنه د دغې ولسوالۍ په بازار کې په هغه مېله کې شوې چې هره دوشنبه ترسره کېږي.
هغه وايي، په مېله کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او د بېلابېلو سيمو خلک ورته د څارويو او نورو اجناسو د خرڅلاو او اخيستو په موخه ورځي.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې هم چاودنه شوې چې يو ملکي وګړی او يو وسله وال طالب يې وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي په دې اړه وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخېلو سیمې په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د یوې هټۍ مخې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
دی وايي، د چاودنې له امله د طالبانو د ضابط خان په نوم یو سرګروپ چې مشهور په زرقاوي او يو بل ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چانه دى منلى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته