پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې له دوو ځوانانو تناسلي الې غوڅې شوي
نیټه: Mon, 09 Jul 2018 12:10:39 +0000


ویل کيږي وړمه شپه دننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په بلند غرسیمه کې دوه ځوانان چې اصلآ د لوګر ولایت اوسیدونکي دي او عمرونه يې د پنځلسو او شلو کلونو ترمنځ وو د لومړنیو معلوماتو له مخې چې په یوې کوچنۍ ماشومي د جنسې تیری په تور د انجلۍ د کورنۍ دغړو له لوري نیول شوي او تناسلي الې يې ترې پرې کړي. 
یوي باوري دولتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط شرق راډیو تلویزیون  ته پیښه تائیدکړي او ویلي چې تیري کوونکي ځوانان د انجلۍ له نږدې خپلوانو ګڼل کيږي. 
د ننګرهار دعامي روغتیا روغتون ډاکټر وايي چې دوه تنه ځوانان ورته په داسې حال کې راوړل شوي چې تناسلې الې  يې پرې شوي خو وايي چې روغتون ته په خپل وخت د نه رسیدلو له امله يې درملنه ناشوني وه او دکورنۍ غړو يې په خپله خوښه مرکز کابل ته انتقال کړي. 
په ختیځ کي د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مسؤلین هم پیښه تائیدوي خو وايي چې لا يې هم په تړاو بشپړ معلومات نلري خو وايي چې سیمې ته يې کارکوونکي لیږلي او نور معلومات به يې وروسته شریک کړي. 
دوی وايي که جنسې تیرې شوی هم وي تیري او له تیرې کوونکو د تناسلي الو پرې کول دواړه  د بشرحقونو سرغړاوی دی. 
د حکومت سرچیني د معلوماتو له مخې چې د قضي ښکیلي خواو خپل کورونه پریښې او له سیمي تښتیدلي. 
د هیواد په کچه دا لومړی ځل دی چې په یوې کوچنۍ ماشومې د جنسي تیري په تور له تورنو کسانوتناسلې الي پرې کیږي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته