پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ځانمرګي برید ۱۷ کسانوته مرګ زوبله اړولي
نیټه: Tue, 10 Jul 2018 10:35:34 +0000

 

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند په فامیلیو ېسیمه کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاني ویلي چې دا پیښه نن لس بجې د جلال اباد اړوند شپږمه ناحیه خالص فامیلو سیمه کې رامنځته شوي ده 
خوګیاڼي ویلي چې ځآنمرګي بریدګر پلی وو او د پلټنې مرکز ته څېرمه ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې اته ملکیان او دوه امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
ده ویلي چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي هم دي،چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې یو عیني شاهد وویل چې بریدګر په داسې حال کې ځان ته چاودنه ورکړې چې امنیتي کارکوونکو موټرې پلټلې او ګڼې موټرې کتار ولاړې وې.
خو بل لورته د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته ١٢ مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
د خوګیاڼي په وینا د پېښې د رامنځته کېدو له امله څېرمه موټر او نږدې هټیو کې د اورلګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي
ددې پیښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته