پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه: Tue, 10 Jul 2018 10:51:00 +0000

 
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې حصارک ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه عمليات تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ترسره کړي چې هوايي ملاتړ يې هم درلود.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې تېره شپه د ملي امنيت اړوند ځانګړو ځواکونو د حصارک ولسوالۍ مياګانو کلي کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.
دی وايي چې د دغو عملياتو پرمهال ۱۵ وسله والو طالبان وژل شوي او يو تن يې ژوندی نيول شوی دی.
د خوږیاڼي په وينا، د عملياتو پرمهال د وسله والو پټنځای هم له منځه وړل شوی او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم تخريب شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال د هوایي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر یو شمېر نورو پټنځایونو هم بریدونه شوي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.
خوږياڼی زياتوي چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د شریکو شوو معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
 بلخوا د سيمې يو قومي مشر وايي مرګ ژوبله دواړو خواوو ته اوښتې؛ خو دی يې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو لاتر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته