پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عثیمین:د جدې غونډه به افغان لانجې ته د ملي جوړجاړي لار هواره کړي
نیټه: Tue, 10 Jul 2018 12:17:15 +0000

د اسلامي همکاريو د سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین جده کې د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو مهمې غونډې له پیلېدا وړاندې هیله ښودلې، چې یاد کنفرانس به په افغانستان کې د ملي جوړجاړي لپاره لار هواره او د ترهګرۍ او تاوتریخوالي ټولو اعمالو درېدو پیلامه شي.
ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین، ویلي، په دې کنفرانس کې د افغانستان، سعودي عربستان، پاکستان، اندونیزیا، مصر، سودان، مراکش او نورو هېوادونو ۱۰۵ وتلو علماوو ګډون کړی.
دی وايي، کنفرانس به لومړۍ ورځ جده ښار کې او دویمه په مکه مکرمه کې وي، چې تر ډېره به د هغو ترهګریزو اعمالو او تاوتریخجنو پېښو غندلو ته ځانګړی شوی وي، چې په وینا یې  د اسلامي دین له لارښوونو سره په ټکر کې وي.
ده ویلي، ډېره هڅه به وشي چې یاد کنفرانس کې د اسلام دین له لارښوونو په ناسمه توګه د ترهګریزو اعمالو ترسره کولو کې د ناوړه ګټې اخیستو مفاهیم او د سوله ییز جوړجاړي لپاره زمینه برابره شي.
 په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو علماوو ګډون کړی، چې د افغانستان د سولې عالي شورا په وينا غواړي د اسلامي شريعت له نظره په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي.
د دغه کنفرانس د لومړۍ ناستې موضوع  په اسلام کې زغم او د افغانستان په سوله او ثبات کې د علماوو رول  دی، چې مشري يې د مکې معظمې د مسجد الحرام امام عبدالرحمن السدیس کوي.
ټاکل شوې د دغې غونډې دویمه ورځ په مکه معظمه کې وي او د مصر د مفتي او د سعودي عربستان د اسلامي چارو د وزیر په ګډون پکې ګډونوال علما‌ء‌ويناوې وکړي.
د افغان علماوو شاوخوا پنځه‌دېرش کسیز پلاوی چې د افغانستان د علماوو د شورا د مشر قیام الدين کشاف په مشرۍ يې په دې غونډه کې ګډون کړی، په دغو غونډو کې خپل پروګرامونه شريکوي.
دا غونډه چې د سعودي عربستان او د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا جوړه شوې افغان پلاوی ترې تمه لري چې ټول اسلامي هېوادونه په يوه خوله دا جګړه ناروا وګڼي او دوی تمه لري چې دا چاره په طالبانو اغېزه وکړي.
خو طالبانو يې مخالفت کړی او له سعودي عربستان او دغه سازمان څخه يې د ورته غونډې د جوړولو له امله ګیله کړې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته