پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوزکې ۸۰ دملي اردوسرتیري او طالبان وژل شوي
نیټه: Thu, 12 Jul 2018 10:05:11 +0000

 

د کندوز ولایت دشت ارچي او خواجه غار ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، چې د لږترلږه ۳۰ سرتېرو د وژل کېدو او د ۱۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي نن پنجشنبه وويل چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په پل مومن سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه او پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دې بريدونو له امله تر اوسه ٣٠ د ملي اردو سرتېري وژل شوي، ۱۷ نور ټپيان دي او جګړه لا هم روانه ده.
دغه راز د پل مومن سيمې يو تن قومي مشر وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه ٥٥ د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده ټينګار وکړ چې مرستندويه ځواکونه بايد ژر تر ژره سيمې ته ورسېږي.
خو د ملي دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه ١٥ د ملي اردو سرتېري او ٥٠ طالبان وژل شوي دي.
ده وويل چې په سيمه کې د ځمکنيو او هوايي ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي او ډېر ژر به د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شي.
وسله وال طالبانو هم دغه جګړه تاييدکړې ده .
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريدونو کې ١٦ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ګڼ شمې نور يې ټپيان شوي دي.
مجاهد په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د دشت ارچي ولسوالۍ په تېرو درېيو کلونو کې درې ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته