پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پنجشېر کې د جهیل ماتېدو ۵۰۰ کورونه زیانمن کړي
نیټه: Thu, 12 Jul 2018 10:29:47 +0000

 

په پنجشېر کې د غره  ښویېدو او د یوه جهیل د اوبو د راخوشي کېدو له امله د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د استوګنې کورونه، دوکانونه او جومات تخریب شوي او ۱۴ کسان په کې مړه شوي دي.
 سیمه ییزې سرچینې وايې، د یاد ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ له پېشغور کلي څخه  پورته  په یو موازي جهیل کې د غره ښویېدو یاد کلي ته دپام وړ زیانونه اړولي دي. 
د دغې ادارې مرستيال محمد قاسم حيدري ویلي، پېښه تېره شپه  شوې  .
 حيدري زیاته کړې، اوس د مرستې او ژغورنې ډلې له خېمو او خوراکي توکو سره سيمې ته استول شوې.
 د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ امر نجم الدین ويلي، په دغه پېښه کې د پېشغور کلي ۱۴ اوسېدونکي مړه شوي دي.
 پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عمر محمدي د یادې پېښې مرګ ژوبله لس کسان ښيي، خو نوموړي وايي چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو امکان شته .
د پنجشېر د ولایتي شورا رییس نن سهار ویلي چې د پېشغور په سیمه کې شاو خوا ۴۰۰ کورونه او کرنیزې ځمکې په بشپړ یا کمه اندازه وران شوي او د سیمې د خلکو څاروي هم له منځه تللي دي.
 خو د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ امر وايي، په دې پېښه کې ۲۰۰ د استوګنې کورونه، ۱۵۰ دوکانونه، لس جوماتونه او څو جريبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او شاو خوا ۶۰ نقلیه وسیلو ته زیان اوښتی دی.
همدارنګه نوموړى زیاتوي، زیانمونو کسانو ته د رسېدو او څېړنې په موخه د دولت وزارت پېښو ته د رسېدو د چارو د مالي او ادراي مرستیال تر مشرۍ لاندې یو پلاوی له دوه هليکوپترو سره یو ځای سیمې ته تللی دی.
 د پنجشېر مرستیال محمد امین صديقي له ټولو دولتي ارګانونو، پېښو ته د رسېدو له ملي او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په دې پېښه کې د پنجشېر له خلکو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته