پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نی: دهغورسنیو نومونه به افشا کړي چي دخپلوکارکوونکو معاشونه نه ورکوي
نیټه: Thu, 12 Jul 2018 11:49:45 +0000

 

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې موندنې ښيې چې ۸ سلنه رسنۍ د خپلو کارکوونکیو میاشتني معاشونه په‌خپل وخت نه‌ورکوي او ان ځېنې رسنۍ د خبریالانو یو کلن معاش نه‌دی ورکړی.
د نی رییس مجیب خلوتګر خبرداری ورکوي، که د رسنیو خاوندان د خپلو کارکوونکیو معاشونه په‌خپل وخت ورنه‌کړي؛ نومونه به يې افشا کړي.
خلوتګر په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل چې هېواد کې نږدې اتيا سلنه رسنيو خپلو خبريالانو ته له يوې تر ١٦ مياشتو تنخواګانې نه دي ورکړي او ځينې رسنۍ بيا داسې دي چې د خبريالانو د تنخوا له ورکړې منکر دي او زورواکي کوي.
 خبريالې حميده حسیني وايي چې امنيتي ستونزو ځينې خبريالان اړ کړي چې حقايق لکه څنګه چې ښايي هسې خپاره نه کړي.
هغې  د هغو رسنيو له چارواکو چې د خبريالانو تنخواګانې يې نه دي ورکړي، وغوښتل چې خبريالانو ته په  وخت تنخواګانې ورکړي.
د خلوتګر په وينا، سږ کال ۱۵ خبريالان ډبول شوي او لس نور ګواښل شوي دي.
  هغه وايي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د خبريالانو په ډبولو کې ٣٦ سلنه او په ګواښلو کې ٢٠ سلنه لوړوالى راغلى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته