پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دجنبش ګوند لاریونونو دنفتي توکو بیې لوړې کړي
نیټه: Sun, 22 Jul 2018 11:12:53 +0000

 

 د سوداګرۍ او صنايعو رياست چارواکي وايي چې په جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو له خوا د حيرتان بندر په تړل کېدو سره په مزارشريف کې د نفتي توکو بيې لس سلنه لوړې شوې دي.
د دوی په وينا، د لارې تړل کېدو له امله لسګونه بار موټر درول شوي چې له امله یې هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوړي.
په مزارشريف کې د نفتي توکو پلورونکي هم شکايت کوي چې په ذخيرو کې يې تېل او ګاز مخ پر خلاصېدو دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو د نفتي توکو بيې به نورې هم لوړې شي.
له تېرو درېیو ورځو راهيسې په بلخ کې د جنبش په ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو د حيرتان- مزارشريف او حيرتان- کابل لار د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړلې ده.
له دې مخکې په فارياب کې د آقينې سوداګريز بندر لار هم د يادو لاريون کوونکو له خوا له تېرو ۱۸ ورځو راهيسې تړل شوې ده .
د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست اجرائيوي مدير نصيراحمد قاسمي وويل چې د حيرتان بندر په تړل کېدو سره په مزارشريف کې د نفتي توکو بیي  ۱۰سلنه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې لارې تړل کېدو د نفتي توکو تر څنګ د نورو سوداګريزو توکو پر بیو هم منفي اغېزه کړې چې په وينا يې ټول زيان يې سوداګرو او عامو خلکو ته رسېږي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنايع رياست اجرائيه مدير وايي که دغه بندرونه ژر تر ژره خلاص نه شي نو افغان سوداګر به له سختو اقتصادي زيانونو سره مخ شي.
نوموړي له لاريون کوونکو غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې دې له حکومت سره خپلې ستونزې حل کړي.
د تېلو پلورونکي هم وايي چې په تېرو څو ورځو کې  د تېلو او ګازو هر لېتر کې لس افغانۍ زياتوالی راغلی دی.
له دې سره هم مهاله په جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کوونکي وايي، څو يې غوښتنې ونه منل شي، حيرتان بندر به خلاص نه کړي.
په مزارشريف کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول سيد شمس الدين سادات وويل چې هېواد ته د جنرال دوستم راتګ او د نظام الدين قيصاري خوشې کېدل يې مهمې غوښتنې دي .
دهغه په وینا که يادې غوښتنې يې ونه منل شي؛ حيرتان بندر به همداسې تړلی پاتې وي.
د جنبش ګوند دغه ولايتي مسوول ګواښ کوي، که بيا يې هم حکومت غږ وانع ورېد، له ازبکستان څخه کابل ته د غځېدلې برېښنا لينونه به هم په مزارشريف کې پرې کړي.
خو د بلخ ولايتي اداره وايي چې له معترضينو سره يې مذاکرات پیل کړي او تمه لري چې ډېر ژر به حيرتان بندر د سوداګریزو توکو پر مخ پرانيستل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته