پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په لس اوریزو کرکټ‌سیالیو کې درې افغان‌لوبغاړي لوبېږي
نیټه: Tue, 24 Jul 2018 13:50:03 +0000

 

په سږنیو۱۰ اوریزو کرکټ سیالیوکې راشدخان، محمدشهزاد محمدي او مجیب ځدران هغه ۳ افغان‌لوبغاړي دي چې د سږکال دویم پړاو ۱۰ اوریزو کرېکټ لیګ ‌سیالیو ته په بېلابېلو لوبډلو کې واخېستل شول.
د ۱۰ اوریز کرکېټ‌لیګ د رسمي ټویټرپاڼې د معلوماتو له مخې د سه‌ شنبې په شپه د سږکال دویم پړاو ۱۰ اوریزو کرکېټ‌سیالیو ته د عربي اماراتو په کوربتوب د لوبغاړیو غوره کولو بولي وشوه چې د افغان‌لوبغاړیو ترڅنګ د نړۍ وتلي لوبغاړي هم د غوره کولو له‌پاره بولي ته وړاندې شول.
د شل‌اوریزو لوبو غوره او د لومړي مقام‌والا افغان‌بالر راشدخان د «ارزښتناک» لوبغاړيو په ډله کې وړاندې شو چې د «مراټا اربینز» لوبډلې له‌خوا جذب شو.
دغه راز شهزاد محمدي بیا د برینډن مکولم ترڅنګ د «راجپوټ» لوبډلې له‌خوا جذب شوی؛ خو اف ‌سپېنر مجیب ځدراڼ بیا د سږنیو سیالیو له‌پاره هم پخوانۍ «بنګال ټایګرز» لوبډلې ته جذب شوی چې د یادې لوبډلې په ګټه به ولوبېږي.
په دې سیالیو کې د «پښتون» په نوم ګډونوالې لوبډلې ـ چې تېرکال یې یوازې یو افغان لوبغاړی (محمدنبي عیسی‌خېل) ولوبولو ـ په سږنیو سیالیو کې یې هېڅ افغان‌لوبغاړی جذب نه‌کړ

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته