پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان لوبغاړوپه ازادوسیالیوکې څلور مډالونه ګټلي
نیټه: Tue, 24 Jul 2018 14:06:23 +0000

 

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په کوریا کې د تکواندو ازادو سیالیو کې دوه د سرو زرو او دوه د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل
دغه نړیوالې سیالۍ د شاوخوا شپېتو هېوادونو د ۲۶۰۰ لوبغاړو ترمنځ پیل شوي چې شپږ تنه يي افغانان وو.
افغان لوبغاړی فرزاد منصوري هغه لوبغاړی دی چې د ۷۸ کیلو ګرامه وزن کې یې لومړنی د سرو زرو مډال د افغانستان په نوم کړ. 
افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د قزاقستان، سوېلي کوریا، قطر، اندونیزیا، امریکا، تایلنډ او جاپان لوبغاړي په پرله پسې ډول مات کړل.
د افغان لوبغاړو له ډلې وروستۍ لوبه د نثار احمد عبدالرحیمزي وه، هغه د دوشنبې په ورځ خپله لومړي سیالي له امریکايي لوبغاړي سره وکړه او وتوانېد هغه مات کړي.
دویمه لوبه یې له تایواني لوبغاړي سره وه اودریمه لوبه یې هم له چینايي لوبغاړي سره وه چې په پایله کې وتوانېد خپل سیالان مات کړي او د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګټي
.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره کي وویل افغان لوبغاړو د زرګونو لوبغاړو ترمنځ خپله وړتیا وښودله. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته