پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان کرکټ بورډ دایرلنډ پروړاندې لوبډله اعلان کړه
نیټه: Wed, 25 Jul 2018 12:22:09 +0000

 

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د دریو نړیوالو شل اوریزو او دریو نړیوالو یو ورځنیو سيالو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
د ملي لوبډلې دغه نوملړ نن ورځ د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري اعلان شو.
د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د دوه مختلفو فارمټونو لپاره د ملي لوبډلې اعلان سره د لوبډلې ځانګړنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د دوه ګونو فارمټونو لپاره وړ او ځوان لوبغاړي ټاکل شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه لوبې به د افغانستان لوبغاړو لپاره یو غوره پایله او د راتلونکي نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د چمتووالي برخه کې اغېزناکې تمامې شي او ترڅنګ به یې د لوبغاړو لا ډېره روزونه وشي.
د هغه په وینا، یاد نوملړ کې د ځوان او تکړه لوبغاړو نومونه شامل دي چې حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سیداحمد شېرزاد او د میرویس اشرف بیرته راتګ یې غوره بېلګې دي.
منګل زیاته کړه، چې شاپور ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او حمید حسن د ټپي کېدو له امله د غوراوي لپاره په پام کې نه دي نیول شوي، یاد درې لوبغاړي اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
د ایرلنډ پر وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله: محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک.
او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سیداحمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.
د یادولو ده چې دغه لوبې د روان کال د اګست میاشتې له ۲۰ مې تر ۳۱ نېټې پورې ایرلنډ کې د یاد هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته