پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبان قطر دفتر ته نوى مشر ټاکي
نیټه: Sat, 04 Aug 2018 11:47:28 +0000


 
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې له امريکا سره تر خبرو مخکې دوى غواړي چې د قطر دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.
طالبانوته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په قطر کې د مېشتو طالبانو له يوشمېر شکايتونو وروسته د مولوي شيخ خالد په مشرۍ درې کسيز پلاوى دوحې ته استولى و.
سرچينې زياته کړه چې ملا امير خان متقي، ملا رحمت الله کاکازاده، ملا حمد الله نعماني، ملا قدرت الله جمال، ملا سلام ضعيف او يو شمېر نور د قطر دفتر نوې مشرۍ ته په پام کې نيول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد پلاوي ته دوحې ته د سفر پر مهال معلومه شوې چې د قطر دفتر غړي عباس ستانکزی او جان اغا زاهد د مشر تابه له مشورو پرته  په اماراتو اوسعودي کې د افغان حکومت له استازو سره ليدلي دي.
طالبانو ته نږدې ياده سرچينه وايي، په دې ليدنو کې د ملي امنيت مشر معصوم ستانکزى او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم شامل وو .
سرچينه وايي، ملا عباس پر يو شمېر نورو سرغړونو او نا فرمانيو هم تورن شوى دى.
دغه سرچينه زياتوي،د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي پلاوي د طالبانو له مشره غوښتي چې د ياد دفتر لپاره نوى مشرتابه وټاکي.
سرچينې وايي، طالبان پلان لري چې له امريکا سره تر رسمي خبرو اترو مخکې دغه ددفتر لپاره يو قوي مشر وټاکي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته