پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ګردېز کې ۳۵ مړي په یوه ډله ییز قبرکي خاوروته وسپارل شول
نیټه: Sat, 04 Aug 2018 12:00:43 +0000

 

د شنبې په ورځ د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښار د خواجه حسن د کلي په جومات کې د جمعې په ورځ په دوه ځانمرګو بریدونوکې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۵ وژل شوو مړي په یو ډله‌ییز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.
راپورنه وايي چې ، د جنازې په مراسمو کې په سلګونو کسانو ګډون کړی وو او د مړو د ښخولو پر وخت سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په ښار کې د جمعې په ورځ د خواجه حسن په کلي کې د شعیه ګانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګو بریدګرو لومړی پر سپکو وسلو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او بیا یې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۹۴ تنه نور ژوبل شول.
د پکتیا د عامې روغتیا رئیس داکټر ولایت خان احمدزي رسنیو سره په خبرو کې ، د ۱۷ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ وباله.
تراوسه لا د دې برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه برید کې د خپلې ډلې د وسله والو لاس لرل رد کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته