پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ځواکونوپه کندوزکې دطالبانوزندان مات کړی
نیټه: Sat, 04 Aug 2018 12:04:14 +0000

 

امنیتي ځواکونو په کندوز کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی دی. 
افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کندوز ددشت ارچي ولسوالۍ په باجوړ سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات کړي دي. 
په دې عملیاتو کې دوی بریالي شوي چې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړي. 
په زندان کې پنځه زندانیان موجود وو، چې امنیتي ځواکونو له ځان سره وړي دي.
 راپورونه وايي چې په پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو امنیتي ادارو یې د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.
 د کندوز د ولایت مقام د خبرپاڼې په خپرولو سره یاد عملیات او له زندان د زندانیانو د خوشي کولو راپورونه تایید کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته