پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې: کونړ کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه: Sat, 04 Aug 2018 13:17:41 +0000

 

د کونړولايت چارواکي ادعا کوي چې د اسمار ولسوالۍ دلارې د خلاصولو په عملياتو کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د اسمار او غازي اباد ولسواليو ترمنځ لويه لار چې د شال په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا بنده شوې وه ، د خلاصون په موخه يې افغان ملي او دفاعي ځواکونو وړمه شپه عمليات پيل کړي دي.
په کونړ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه تر ٤٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي  او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، د ګڼ شمېر وژل شويو وسله والو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي، خو افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی وايي، د اسمار او غازي اباد ولسوالیو لویه لار چې د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو سربېره ختیځ نورستان له مرکز اسعداباد سره نښلوي د وسله والو طالبانو له خوا له تېروڅو ورځو راهسې بنده وه.
هغه زياته کړه، د افغان ځواکونو له خوا تر عملياتو وروسته ياده لاره بېرته خلاصه شوې او عمليات به تر هغه روان وي چې ياده سيمه له وسله والو پاکه شوې  نه وي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسمار ولسوالۍ په شال سيمه کې يې درې پوستې نيولې دي، ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته