پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې امنیتي مسولین دقومي مخوروپه خوندیتوب کې پاتې راغلی
نیټه: Sat, 04 Aug 2018 13:27:26 +0000

د ننګرهار قومي مخور وايي وسله وال یې په نښه کوي خو امنیتي مسؤلین يې د امنیت په خوندیتوب کې پاتي راغلي. 
دوی وايي بهرنۍ استخباراتي ادارې د داخلۍ کړیو په مرسته ددې ولایت قومي مخور وژنې خو امنیتي مسؤلین دقومي مخورو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکوي. 
پدې وروستیو کې په ننګرهار کي یوځل بیا د قومي مخورو وژني پیل شوي. 
قومی مشران وايي وسله ال مخالفین پېژندل شوی قومي مشران خپل هدف ګرځوي خو امنیتي مسؤلین د دوی دامنیت په خوندیتوب ندي توانیدلي.
دوې وايي د سیمي استخباراتي اداري د هغه داخلي کړیو په همکارۍ چې د قومي مخورو په شتون کې يې ګټي په خطر کې دي قومي مشران خپل هدف ګرځوي. 
د ننګرهار امنیتي مسؤلین هم مني چې ددولت وسله وال مخالفین د پېژندل شوو قومي مشرانو دوژلو هڅې کوي خو وايي امنیتي مسؤلین هڅه کوي چې د قومي مشرانو په ګډون ټولو ننګرهار میشتوته ورپیښ امنیتي ګواښونه لمنځه یوسي
 دا په داسې حال کې ده چې د تیرې اونۍ په وروستیو کې هم په یو ځانمرګي برید کي د کوټ ولسوالۍ قومي مخور او د پاڅونکوونکو مشر حاجي حیات خان هم د خپلو دوه ساتونکوسره یوځای د کابل کمپ په سیمه کې په یو ځانمرګې برید کې ووژل شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته