پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پروان کې په ناټوځواکونوځانمرګي بریدکې درې بهرنیان وژل شوې
نیټه: Sun, 05 Aug 2018 10:36:34 +0000

 

په پروان ولايت کې ننني ځان وژونکي بريد د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت درې غړي وژلي دي.
دا خبره د امريکا متحدو ايالتونو پوځ نن يکشنبه په يوه اعلاميه کې کړې ده.
د قاطع ملاتړ د ماموريت درې پوځيان چې له افغان ځواکونو سره په ګزمه بوخت وو، په ځان وژونکي بريد کې ووژل شول.
اعلاميه زياتوي چې په پېښه کې دوه افغان پوځيان او يو امريکايي سرتېرى ټپيان شوي دي.
د وژل شويو سرتېرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دې پېښې په اړه چې مسؤليت يې وسله والو طالبانو منلى، څېړنې پيل شوي دي.
د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي، حمله د پروان د مرکز چاريکار په مربوطاتو کې شوې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته