پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ترکیې دامریکايي وزیرانو شتمني کنګل کړې
نیټه: Sun, 05 Aug 2018 10:48:32 +0000

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د امریکا د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو شخصي بندیزونه لګوي.
اردوغان ویلي، دا پرېکړه یې د امریکا د حکومت د ورته اقدام په ځواب کې کړې ده.
د امریکايي بندیزونو له مخې په متحدو ایالتونو کې د دواړو ترکي وزیرانو شتمنۍ کنګل شوې او امریکایانو ته امر شوی، چې سوداګریزه راکړه ورکړه ورسره و نه کړي.
د امریکا حکومت د اګسټ په لومړۍ نېټه د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه.
واشنګټن له انقرې غوښتنه کوله چې د اندرو برونسن په نوم یو امریکایی کشیش یا پادري چې د ترکیې حکومت نیولی دی، خوشې کړي.
واشنګټن تېره اوونۍ پر انقره د فشار زیاتولو لپاره د ترکیې د کورنیو چارو او عدلیې پر وزیرانو بندیز ولګاوه.
اندرو برونسن په ترکیه کې "د کومې تروریستي ډلې له غړیتوبه پرته، د تروریستي فعالیتونو د ملاتړ " په جرم محاکمه کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته