پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې د۳۵ میلیونه افغانیوپه لګښت خونې جوړې شوې
نیټه: Sun, 05 Aug 2018 12:11:46 +0000
 
 
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په کابل کې د ممیزو د ساتنې او پروسس ۴۸ خونې جوړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې دغه خونې د کابل ولایت په اتو هغو ولسوالیو کې چې هلته د انګورو باغونه او حاصلات زیات دي جوړ شوي.
د نوموړي په خبره، پر دغو عصري خونو ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې شل میلیونه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا او پاتې نور یې د باغ لرونکو لخوا ورکړل شوي دي.
د ده په خبره، د يادو خونو په جوړېدو سره به په سټندرډ برابر ممیز بازار ته وړاندې شي او د انګورو د ضایعاتو مخه هم ونیول شي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته