پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت ټرانسپرمرونه نصبېږي
نیټه: Sun, 05 Aug 2018 13:07:32 +0000
 
 
دننګرهار ولایتي مقامات په سره رود ولسوالۍ کي دبریښنا هغه پروژه پیلوي چې په بشپړېدو به يې د سره رود ولسوالۍ ځینو سیمو او دجلال اباد ښار اومي ناحيي اوسیدونکوته بریښنا ورکول کيږي.
 دبریښنا ریاست مسؤلین وايي څوارلس ټرانسپرمرونه چې ټول ټال پرې پنځوس میلونه افغانۍ لګښت راځي نسبوي چې له امله به يې اته زره کورنۍ له بریښنا برخمني شي. 
په همدې حال کې ولایتي چارواکي وايي چې د مرکزي حکومت له لورې ورسره ژمنه شوې چې  د ننګرهار اویا میګا واټه بریښنا به تر دري سوه میګاټو پورته کوي چې په دې سره به د مرکز جلال اباد په ګډون په یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو کې هم خلک دبریښنا څخه برخمن شي. 
دسره رود ولسوالۍ اوسیدونکي هم خوښ دي او وايي ولایتي اداري ورسره دبریښنا د ورکړي ژمني کړی وي چې تر یوه بریده يې خپلي کړي ژمني عملی کړې. 
دوی وايي یواځي دا بریښنا ورته بسنه نه کوي او د نوري بریښنا غوښتنه هم کوي. 
 دوه میاشتې وړاندې هم د بریښنا ریاست مسؤلینو له لوري د شل میګا واټه په په ظرفیت سره یو ټرانسپرمر ګټي اخیستني ته وسپارل شو که څه هم خلک هیلمند وو چې په دې سره به د بریښنا پارچاوې لمنځه لاړه شي خو د تمې خلاف عامو خلکو او د فابریکو خاوندانو د بریښنا له پارچاوي شکایتونه کول. 
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته