پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هرات سیمه ایزې اداري د راتلونکې لوی اختر لپاره د اوربند خبر وکړی
نیټه: Sun, 05 Aug 2018 13:17:54 +0000
 
 
د کوچنې اختر د اوربند څخه وروسته افغان حکومت اوس غواړي په لوی اختر کې هم د وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي. 
تمه ده چې یو ځل بیا وسله وال طالبان د افغان حکومت پر وړاندې خپل بریدونه ودروي.
په هرات ولایت کې وسله والو طالبانو په اعلامیه کوي د لوی اختر لپاره د اوربند څخه ملاتړ کړي . 
خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې اوربند به څه وخت پیل او تر کومه وخت به دوام وکړي .
د هرات امني قومندان وايي په کوچنې اختر کې د اوربند پر مهال جنايي پیښې کمې شوي او تمه ښايي په لوی اختر کې د اوربند پر مهال هیڅ جنايي پیښه ونه لري. 
د حکومت لخوا د لوی اختر په موخه د وسله والو طالبانو سره اوربند په هرات ولایت کې د ځايي خلکو هر کلی سره مخ شو .
ځینې هراتیان وايي چې په کوچنې اختر کې د اوربند پر مهال یې د سولې څخه خوند واخیسته او غواړي چې په هېواد کې تل پاتې سوله رامنځته شي. 
بلخوا د ولایتي شورا غړي وايي حکومت دې د سولې خبرو د پیل لپاره ددې اوربند څخه ګټه پورته کړي ترڅو طالبان په لوی اختر کې د سولې پروسې سره یو ځای شي . 
د طالبانو لخوا اعلامیه چې تیره شپه ددې ولایت په شینډنډ ، ګلران ،کشک کهنه، رباط سنګ او ادرسکن ولسوالیو په مسجدونو کې خپره شوي. 
مدني فعالانو هم ټینګار کوي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند باید په جدي توګه وڅارل شي ترڅو د ټولنې غړو ته کوم ستونزه پیدا نه شي. 
ولسمشر غني په لومړی مرحله کې د روژې میاشتې د ۲۷ څخه تر اختر پنځمه پورې اوربند اعلان کړ او دوهم ځل یې د لس ورځو لپاره اوربند نور هم وغځاوه خو طالبانو یوازی د اختر دری ورځو لپاره اوربند اعلان کړ. 
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته