پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حامدکرزی: امریکادافغانستان ارضي تمامیت ترپښولاندې کوي
نیټه: Mon, 06 Aug 2018 10:01:28 +0000
 
 
حامد کرزی وايي امریکا له پاکستان سره په مرسته د افغانستان ارضي تمامیت تر پښو لاندې کوي
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا له یوې خوا ځان د افغانانو متحد بولي خو له بلې خوا بیا د افغانستان ارضي تمامیت تر پښو لاندې کوي. 
نوموړي هغو راپورونو ته په اشارې، چې ویل کېږي پاکستان د امریکا په مالي مرسته پر ډيورنډ اغزن سیم غځوي، ویلي د امریکا دغه ډول کړنې افغانانو ته د منلو وړ نه دي.
پخواني ولسمشر د امریکا دغه اقدامات غندلي دي او وايي د امریکا په دې ډول کړنو د ډیورنډ کرغېړنې کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانان سره بېلېږي. 
نوموړي ویلي چې افغانانو د انګریزي استعمار پر مټ جوړه شوې دغه کرغېړنه فرضي کرښه هېڅ وخت نه ده منلې او له دې وروسته یې هم نه مني.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته