پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان پلاوې دچابهاربندرڅخه لیدنه کړې
نیټه: Mon, 06 Aug 2018 10:07:06 +0000
 
 
یو لوړپوړی افغان پلاوی چابهار بندر ته تللی دی او له دغه بندر یې لیدنه کړې ده.
 ایراني رسنۍ وایي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز د ترانسپورت وزارت یو پلاوی تېره ورځ چابهار بندر ته تللی دی او په دغه بندر کې یې له روانو چارو لیدنه کړې ده.
 افغان پلاوي دغه بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اقتصادي پرمختګ او ودې ته خورا مهم بللی دی. 
د ایران د بندرونو او لارو د ادارې مشر هم له دغه پلاوي سره ملتیا کوله. 
بهروز اقايي ویلي، چابهار بندر د هند له سمندر سره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتصال لپاره خورا مهم دی او افغانستان ته په کار ده، چې د خپل ځان د پرمختګ لپاره له دغه بندر ډېره ګټه پورته کړي.
 دده په خبره د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره د چابهار بندر جوړېدل او فعالیت غوره فرصت دی.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته