پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوست کې ۲۵ لاریون کوونکې ټپیان شوې
نیټه: Mon, 06 Aug 2018 11:08:21 +0000
 
په خوست کې د پوليسو اولاريون کوونکو تر منځ په تاوتریخوالي  کې ۲۵ لاریون کوونکي ټپيان شوي دي.
دغه لاريون نن دوشنبه له غرمې مخکې د مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حسن زيو په سيمه کې د صنعتي پارک پر ځمکه د جوړ شوو کورونو د ورانولو په غبرګون کې شوی و.
لاريون کوونکي وايي چې دغه ځمکه د دوی شخصي ملکيت دی او دولت يې په زور غصب کوي.
د خوست امنيه قوماندان سمونمل اخترمحمد نوروزي  وويل چې دا ټوله دولتي ځمکه ده او په دې تړاو له مرکزه يو پلاوی هم راغلی او غصب کوونکو ته خبرداری ورکوي چې خپل کورونه تخليه کړي او د پوليسو په مخ کې خنډ جوړ نه کړي.
هغه وويل چې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۰ ملي پوليس ټپيان شوي چې روغتون ته انتقال شوي دي.
امنيه قوماندان زياتوي چې لاريون کوونکو له ځان سره سپکې وسلې درلودې او پر پوليسو باندې يې ډزې کړې دي چې په پايله کې د دوی حاموې موټرو ته زيان هم رسېدلی دی.
په ورته وخت کې د سيمې يوه اوسېدونکي  وويل چې په دې پېښه کې ۱۵ لاريون کوونکي هم ټپيان شوي چې د خوست ملکي روغتون او د ښار نورو شخصي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
نوموړي زياته کړه، کله چې سهار وختي دی له خپل کور راووت، ويې ليدل چې پوليسو د خلکو کورونو ورانولو لپاره ټوله سيمه محاصره کړې وه، نو له هغه وروسته دوی د لاريون لپاره سره راټول شول.
په ورته وخت کې د خوست ملکي روغتون مشر ډاکتر سخي سردار وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه ۱۲ ټپيان ور وړل شوي چې څلور يې پوليس او نور ټول ملکي خلک دي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته