پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

روزګان کې ۴۰ سرتېری نادرکه دي
نیټه: Mon, 06 Aug 2018 11:24:25 +0000

 


طالبانو له شاوخوا ۳ ورځو راهیسې د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د ملي‌اردو پر قرارګاه بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.
 په ځېنو راپورنو کې ویل شوي چې د طالبانو له برید وروسته د ملي‌اردو شاوخوا  ۴۰ سرتېري لادرکه دي.
خو له سیمي تازه باوري سرچینې وایې چې په چنارتو ولسوالۍ کې لا هم د ۳۳ افغان سرتېریو مړي د پوځ په ویجاړ شوي مرکز کې سره لمر ته پراته دي .
د چنارتو مسوولان وایې، لس ورځې مخکې یې ولایتي چارواکیو ته ویلي وو چې طالبان سیمي ته ورغلي او د پراخ برید تابیا لري؛ خو مسوولانو په‌دې اړه کوم اقدام ونه‌کړ.
طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی او دعوه يې کړې چي په یاد قرارګاه کې يې تر ۵۰ زیات افغان سرتېري وژلي دي خو د روزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي د ملي‌اردو یوازې ۳ سرتېرو د وژل کېدو خبره مني او زیاتوي چې د ملي‌اردو به ځوابیه ډزو کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي‌دي.
ویل کېږي چي د چنارتو ولسوالۍ د نیولو له‌پاره د سرې‌قطعې په نوم د طالبانو ځانګړي ځواکونه تللي دي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته