پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارمیشتي: د راتلونکي اختر لپاره د اوربند غوښتنه کوي
نیټه: Mon, 06 Aug 2018 13:04:45 +0000


 
دوی له افعان حکومت نه غواړي چې د طالبانو پر وړاندې دې د سولي لپاره تر خپل وسه دریځ نرم کړي. 
دوی له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې خپلې مشروع غوښتنې دې افغان حکومت ته وړاندې او د سولې خبرې دې پیل کړي.
په ختیځ ننګرهار کې ولسونه راټول شوي چې په مکه مکرمه کې داسلامي هیوادونو د دیني عالمانو د هغې فتوا ملاتړ وکړي چې له مخې يې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بلل شوي. 
د غونډې ګډونوالو ته په مکه مکرمه او په کابل کې د دیني علماو صادر شوي فتواوې ولوستل شوي  چې پکې له جګړې منعه او په سوله ټينګار شوی. 
د غونډې ګډونوالو له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د مکې مکرمې د خطیب او داسلامي هیوادونو د دیني عالمانو له لوري صادر شوي فتوا ته دې د درناوي لپاره په راتلونکي لوي اختر کي اوربند اعلان کړي. 
مدني فعال نور اغادرانی وايي افغان حکومت دې هم د سولي په برخه کې د طالبانو پر وړاندې تر وروستي حده خپل دریځ نرم کړي خو له طالبانو هم غواړي چې د جګړې پرځای دې خپلې مشروع غوښتنې له ولسونو سره شریکي کړي او ولسونه به يې  له مشروع غوښتنو ملاتړ او دفاع وکړي. 
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا   په ځينو ولایتونو کې د راتلونکي لوي اختر لپاره د اوربند څخه د ملاتړ اعلاميي خپري شوي خو تراوسه په رسمي ډول نه افغان حکومت او نه هم وسله طالبانو د اوربند د اعلانیدو خبره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته