پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لوګرکې ۵۰ سرتیري او ملکې وګړيي وژل شوي
نیټه: Tue, 07 Aug 2018 11:13:32 +0000

 

د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد او امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ٥٠ ملکي وګړي او سرتېري وژل شوي دي.
د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل نن سه شنبه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو له څو لورو پر ازرې ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
دى وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې تر اوسه ٣٥ سرتېري او ملکي خلک وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.
ده وويل چې سهار مهال امريکايي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوه پوستې بمبار کړې چې له امله يې ١٥ پوليس وژل شوي دي.
په دې اړه د ازرې ولسوال حميدالله حميد  وويل چې د طالبانو په بريدونو کې افغان ځواکونو، ملکي خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې په ازره کې د طالبانو جګړه د بري پر لور روانه ده.
مجاهد د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته