پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې ۵۷ امنیتي ځواکونو اوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Tue, 07 Aug 2018 11:25:11 +0000

 

د غزني ولایتي شورا رییسې لطیفې اکبري وویل چې طالبانو بېګاه د دې ولایت جغتو ولسوالۍ په قیاق سیمه کې د پولیسو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او ۶ پوستو ته یې اور اچولی.
خو د غزني امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امنیتي ځواکونو بېرته پوستې نیولې او د ۳۰ طالبانو په وژل کېدلو او ۱۵ په ټپي کېدلو بېرته له پوستو په شا شوي‌دي.
د غزني په ولایتي شورا کې د جغتو وکیل هم تایید وي چې امنیتي ځواکونو بېرته پوستې نیولې او ۱۲ تنه یې وژل شوي‌دي.
د غزني د والي ویاند ادم‌خان سیرت د قیاق پر پوستو د بریدونو خبر تاییدوي؛ خو وایي، تراوسه په‌دې اړه کره معلومات نه‌شته.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته